亗『MR』 D尺卂匚Oʟ卂乂 kabir yaar 🥀💔🔥 که مې څوک په فقیرۍ شمیرې فقیر یم که مې څوک په امیرۍ شمیرې امیر یم د دلبرو صدقي لره يې غواړم هسې نه چې په دنیا پسې زهیر یم هم پند اخلم هم پند وایم وهرچاته زهء د ځینو یم مرید د ځینې پیر یم په هجران کښې د یار خیال راسره مل وی په زندان کښې د یوسف سره اسیر یم په خندا کښې مې ژړا ده لکه شمعه له عالمه پټ پنهم د ځان په ویر یم چې همېش په غوږ نارې د هجران اورم رحمان ځکه د خپل یار ومخ ته ځیر یم